په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
خوست

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په شاوخوا ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې پکې ۱۶۸۳ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي.

د ښارګوټي په طرحه کې د استوګنیزو نمرو ترڅنګ مهم بنسټیز او عامه تأسیسات لکه سوداګریز مارکېټونه، سړکونه، پلې لارې، د اوبو ویالې، شنې ساحې، د موټرو تمځای، مدرسې، جوماتونه او ښوونځي هم شامل دي، څو راستنېدونکو کورنیو ته د ژوند مناسب او منظم چاپېریال برابر شي.

د راستنېدونکو کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي، چې موخه یې د منظمې استوګنې برابرول او د ښاري اسانتیاوو معیاري پراختیا ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت