په خوست ولایت کې ۶ جریبه ځمکه انتقال شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انقتال په لړ کې، دا ځل د خوست ولایت په مرکز کې ۶ جریبه ځمکه انتقال کړه.
دا ځمکه د پوهنې وزارت په غوښتنه د یو ښونځي د جوړولو په موخه چې د یاد وزارت په مالي لګښت جوړیږې انتقال شوې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت له لوري متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو په انتقال سره، د بنسټیزو او ټولګټو پروژو د تطبیق چارې چټکتیا موندلې دي. یاد وزارت تر اوسه د هېواد په کچه متقاضي ادارو ته ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکه انتقال کړې ده.
