په جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۳/۲۷
په جوزجان ولایت کې د هغو سوداګریزو مارکیټونو او نورو ودانیو د ودانیزو چارو مخنیوی وشو چې د ویزه شوې نقشې او د پلان خلاف یې ودانیزې چارې روانې وې.
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د ګډ هئیت په شتون کې د شبرغان او مزار شریف په عمومي لار کې د خپل سرو هټیو د جوړیدو مخینوی وشو.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د شبرغان ـ مزار په عمومي سړک د هغو ودانیو د جوړیدو مخنیوی وشو او کارونه یې و ځنډول شول چې د پلان خلاف یې چارې روانې وې.
نوموړي وویل د مارکیټونو او نورو ودانیو مالکینو ته لارښونه وشوه تر څو خپل کارونه قانوني کړي او خپلې ودانۍ ویزه کړي او نقشي تر لاسه کړي تر څو خپلې ودانۍ د پلان مطابق جوړې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د هغو ودانیو د جوړیدو مخنیوی کوي چې د ویزه شوې نقشې خلاف کار کوي.