په جوزجان ولایت کې د سړې خونې ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۶/۱
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د ګډ هیئت په شتون کې د یوې سړې خونې ودانیزې چارې و څارلې.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست اړوند د یوې سړې خونې د کارونو د لا ښه والي په موخه د کانکریټ ټیسټ تر سره شو، چې د دې ټیسټ نتیجه به څو ورځې وروسته معلومه شي.
نوموړي وویل، د کارونو د ښه والي په موخه قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې چارې د نقشې مطابق او په معیار برابرې تر سره کړي.