نیمروز ولایت کې د څو پروژو سکېچ، براورد ترسره او تخنیکي اسناد یې ترتیب شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۴:۱۷
nemroz

۱۴۴۵/۱۲/۲۹

نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې په درې بېلا بېلو پروژو کې کار وکړ.

ښاغلی مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د نیمروز ولایت د محترمې ښاروالۍ د غوښتنې پر اساس یې په دغه ښار کې د قیر اچولو د یوې پروژې تخنیکي اسناد ترتیب کړل.

نوموړی وایي، دغه راز یې په یاد ښار کې د لومړنۍ محکمې د نظامي منسوبینو د تعمیر د ترمیماتو لومړنی براورد ترسره کړ.

دغه راز، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د  (NCHC)کلېنیک د جوړولو په موخه سکېچ او کروکي ترسره شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ولایتونو او ولسوالیو کې د پروژو د ښه تطبیق په موخه لومړني براوردونه، سکېچ او کروکي کوي، تر څو د پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS