نهر سراج ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۲:۵
helmand

۱۴۴۶/۰۱/۰۱

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي سید نېک محمد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه.

د دغه ریاست د تخنیکي ټیم د راپور له مخې، په یاده پروژه کې چارې روانې دي چې دمګړۍ ودانیزې چارې په دویم او درېیم پوړ کې پیل دي.

ښاغلی مولوي سید نېک محمد وایي، انجنیرانو یې د پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو او انجنیرانو ته لازمې لارښوونې وکړې، تر څو چارې د نقشې او پلان مطابق سرته ورسوي.

دغه پروژه د نهر سراج ولسوالۍ لپاره د اداري تعمیر جوړولو ده چې د چارو بشپړېدو سره سم به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو ودانیزو او رغنیزو پروژو څارنه کوي او هڅه کوي چې چارې د پلان او نقشې مطابق سرته ورسېږي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت