میدان ښار کې د نږدې درې سوه اپارتمانونو له وضعیت لیدنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار تخت کوتل سیمه کې د دغه وزارت اړوند (۲۳) بابه استوګنیزو بلاکونو له پروژې لیدنه وکړه چې، ټول (۲۷۶) اپارتمانونه لري.
په دغه لیدنه کې په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او د شته وضعیت په اړه یې د ستونزو یادونه وکړه.
ښاغلي سرپرست وزیر وویل، یاده پروژه باید فعاله شي او د برخلیک ټاکلو لپاره یې منطقي حل لاره پیدا کړل شي.
نوموړي وویل، یاده سیمه پلازمېنې کابل ته خورا نږدې ده، په مناسبه فضا کې موقعیت لري او په خبره یې که پروژه استوګنیزه شي، نو ګټې به یې ډېرې شي.
تخت کوتل سیمه چې مناسبه هوا ، اوبه، چاپېریال او دواړو میدان وردګ او کابل په منځ کې موقعیت لري، یاده پروژه د استوګنیز، اقتصادي او سوداګریز فعالیت لپاره اغېزمنه ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د پروژو برخلیک معلوم او د سالمې ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.