لغمان ولايت کې ‍۱۰۰ جريبه ځمکه انتقال شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۰:۲۳
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي ادارو ته د ځمکو د انتقال په لړ کې دا ځل په لغمان ولايت کې ۱۰۰ جريبه دولتي ځمکه ولېږدوله.

دا ټوټه ځمکه د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ترانسپورټي ترمينل د جوړولو په موخه د ترانسپورټ وزارت په غوښتنه انتقال شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې متقاضي ادارو ته ۲۵۰ زره جريبه دولتي ځمکه انتقال کړې چې له دې ډلې څخه ۴۰۸۱ جريبه دولتي ځمکه په لغمان ولايت کې حکومتي ادارو ته لېږدول شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۴۷
Background image

ننګرهار کې د هډې فارم مکروریان ښارګوټي تخنیکي ارزونه روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې، یو تخنیکي هیأت ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

یاد تخنیکي هیأت په ننګرهار کې د هډې فارم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت