فراه کې د ښاري پلانونو پر تطبیق خبرې وشوې
۱۴۴۶/۴/۷
د کور اوښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال، د فراه د محترم ښاروال او د دې وزارت اړوند د ځینو رئیسانو او مسؤلینو سره وکتل.
په ناسته کې د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس او د دې ولایت ښاروال په یاد ولایت کې د پلان د تطبیق پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او په تړاو یې معلومات شریک کړل.
په ناسته کې، د پلان پر تعديل، سوداګریزو مارکېټونو او نورو ودانيو په اړه خبرې وشوې او زیاته شوه، اړتیا ده چې سوداګریزو مارکیټونو ته د لوړو پوړونو اجازه ورکړل شي، تر څو شته ستونزې راکمې او د ولس غوښتنې ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، یاد ولایت ته به هیئت واستوي، د ښار موجوده وضعیت به وګوري، ستونزې، حل لارې او وړاندیزونه به په ګوته کړي او بشپړ راپور به کور او ښار جوړولو وزارت له مقام سره شریک کړي.
دغه راز ښاغلي وزیر وویل، د فراه ښاروالي دې له خلکو سره تفاهم وکړي، پوهاوی دې ورکړي چې که پر ځمکه یې پلان تطبیق کېږي، ارزښت یې زیاتېږي او بیه یې لوړېږي.
موخه داده، چې څنګه کېدای شي فراه کې ښاري پلانونه تطبیق او د غیر پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وشي.
