فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۲۰
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم په ملتیا یې د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي مولوي استقلال وویل، په لیدنه کې د بنسټونو، کانکریټ، دیوالونو او سړکونو کیفیت او د انجینري معیارونو رعایت وکتل شو، او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت کې تر سره کړي.
د نوموړي په خبره، دا پروژه د اړو کورنیو لپاره د خوندي او دوامدار سرپناه برابرولو لپاره مهمه ګڼل کېږي او د فراه د ټولنیز وضعیت په ښه والي کې به اغېزمنه وي.