سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته ۲۵ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، سیمهییزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته ۲۵ جریبه دولتي ځمکه ولېږده .
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د کابل جلالاباد هډې د رغولو په موخه د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.
