د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۶/۱۵
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو څارنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې د مسجد خارجي پلستر کار روان دی او د سړک د ویالو پی سي سي چارې هم په فعاله توګه جریان لري. د تخنیکي ټیم لخوا اړینې مشورې او سپارښتنې د پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه له قراردادي شرکتونو سره شریکې شوې دي، او ټینګار شوی چې د کار ټول مراحل به تر بشپړېدو پورې دوامداره او منظم څارل کېږي.
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په یاد ولایت کې د دولتي پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق مسؤل بنسټ دی، چې د مسجدونو او تعلیمي پروژو څارنه په دوامداره توګه ترسره کوي.
