د کډوالو د ښار ګوټو پلانونه دې ژر طرحه او ترتیب شي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۴:۲۲
شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د دې وزارت  یو شمیر رئیسانو د کډوالو د ښار ګوټو د پلانونو پر طرحه او ترتیب او د کارونو د همغږۍ په تړاو خبرې وکړې.

په ناسته کې لومړی، د ښارګوټو د پلانونو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو او په سروې، طرحه او ترتیب خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

همداراز په دې ناسته کې په ښاري پلانونو کې پر نظم او ترتیب خبرې وشوې، پریکړه وشوه چې په راتلونکې کې دې یادې ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې د اړوندو ریاستونو د مسؤلینو لخوا د کډوالو د ښار ګوټو د پلانونو او طرحو په تړاو راپور وړاندې شو، چې د پلانونو د ترتیب لپاره په کونړ، ننګرهار او غزني ولایتونو کې سروې بشپړه شوې او پاتې نورو ولایتونوکې د سروې ټیمونه د کار په حال کې دي.

ښاغلي بامیاني وویل، د کډوالو د ښارګوټو د پلانونو طرحه او تر تیب دې د کارونو په سر کې ځای ور کړل شي او اړوند ریاستونه دې خپلو کارونو ته چټکتیا ور کړي.

ښاغلي مرستیال بامیاني زیاته کړه، د بیخ بنا او سر بنا کارونه دې په همغږۍ تر سره شي او د کارونو لومړیتوب دې په نظر کې ونیول شي تر څو چارې په ټاکلي وخت کې تر سره شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي ټيم د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت