د کور او ښا ر جوړولو وزارت سرپرست د خواجه رواش ښارګوټي له اوسېدونکو سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۴:۸
picture

۱۴۴۴/۰۴/۲۷

کابل کې د خواجه رواش ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني سره وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

د خواجه رواش ښارګوټي اوسېدونکو په دغه ښارکوټي کې د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د کور او ښار جوړولو له وزارت یې غوښتنه وکړه، چې د شته ستونزو د حل او ساتنې او پالنې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل: د خواجه رواش ښارګوټی د ملي پراختیا محترمې ادارې ته انتقال شوی، چې په وینا یې د یاد ښارګوټي د شته ستونزو د حل په موخه باید ورسره خبرې وشي.

دغه راز مولوي حمدالله نعماني وویل، د خواجه رواش ښارګوټي د ساتنې او پالنې برخه کې به یې وزارت خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان طرحه او ترتیب شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې او د ښاري پراختیايي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان منظور شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا او ښاري پلان منظور شو.

یاد پلان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌اېس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ اړوند د ورسیک په سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې په بریالیتوب سره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت