د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان منظور شو
۱۴۴۸/۲/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا او ښاري پلان منظور شو.
یاد پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د انجینري ټیم له لوري د سیمې له هر اړخیزې سروې، تخنیکي مطالعاتو او د ښاري اړتیاوو له ارزونې وروسته ترتیب او د منظورۍ لپاره وړاندې شوی و.
د میرامور ولسوالۍ د جوزبرګ سیمې لپاره جوړ شوی دغه ښاري پلان د ۹۰ جریبه ځمکې په مساحت کې طرحه شوی، چې د ښاري نظم، معیاري پراختیا او تخنیکي اصولو له مخې پکې ۳۰ استوګنیزې نمرې او ۹۸ سوداګریزې نمرې په پام کې نیول شوې دي.
د دغه پلان په پلي کېدو سره به د سیمې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د ښاري خدمتونو د تنظیم، د مناسبې استوګنې د برابرولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شي.
د یاد پلان د تطبیق له پیل سره به شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او هر کال به نږدې ۲۵ زره کسان له رامنځته کېدونکو اسانتیاوو او خدمتونو څخه ګټه واخلي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري سروې، تخنیکي مطالعاتو او معیاري ښاري پلانونو د طرحې له لارې د ښارونو د متوازن او دوامدار پرمختګ لپاره لازم بنسټونه برابر کړي او هېوادوالو ته د استوګنې او اقتصادي فعالیتونو مناسبې زمینې برابرې کړي.
