د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو رغنیزو پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه
۱۴۴۸/۲/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو رغنیزو پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه، ترڅو د پروژو کیفیت او چارې له ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سمې پرمخ لاړې شي.
د کابل – بګرام سړک په پروژه کې د سړک د فرعي بنسټ څخه نمونې واخیستل شوې او د موادو د درجې لابراتواري ازموینه پرې ترسره شوه چې پایلې یې د منلو وړ وې.
د لابراتوار تخنیکي ټیم، قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې د سړک د ۲+۷۶۰ څخه تر ۲+۸۸۰ برخې موجود مواد انتقال او د طرحې له جدول سره سم معیاري مواد تطبیق کړي.
دغه راز، د څارنې پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ محترم وزارت د جومات د ودانۍ په پروژه کې د موټرو تمځای د فرش د فشار مقاومت ازموینه وڅارل شوه.
په دغه لړ کې، د کونړ ولایت د پوستخونې د ودانۍ په پروژه کې د خاورې د ټینګښت ازموینې د ترسره کېدو بهیر وڅارل شو او اړینې تخنیکي لارښوونې د پروژې مسئولینو ته وړاندې شوې.
ورپسې، د پنځم مکروریانو د سولې ښارګوټي په پروژه کې هم د ځانګړي بلاک د ۱۵مې ودانۍ د بنسټونو د کانکرېټ اچولو بهیر وڅارل شو.
له کانکرېټ اخیستل شوې نمونې د اووه او اته ویشت ورځنیو ازموینو لپاره لابراتوار ته ولېږدول شوې.
په پای کې، د لابراتوار ریاست انجنیرانو قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې رغنیزې چارې د تخنیکي اصولو، ملي معیارونو او ټاکل شوو کیفیتي شرایطو سره سم ترسره کړي، څو د پروژو کیفیت او دوام تضمین شي.
