د کندهار د درملو کيفيت لابراتوار لپاره د ودانۍ جوړولو چارې له ۲۰ سلنه زياتې پرمخ تللي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ولايت په عينو مېنې ښارګوټي کې د درملو لابراتوار لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۲۰ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ودانۍ په ۱۳۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيایي بوديجې څخه په ۹۴ ميليونه ۳۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د عامه بنسټونو لپاره د ودانيو په رغولو سره نه يوازې خلکو ته د خدماتو رسولو چارې چټکې کړي، بلکې سيمهييزې حکومتولۍ ته يې هم تقويت ورکړی.