د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
جامعه عمر

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،  کندهار ولایت کې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت، د مسکن ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر له لوري یې د یو خصوصي ساختماني شرکت سره د ځینو برخو د جوړولو تړون لاسلیک شو.

کندهار ولایت کې د جامعه عمر د پراختیایي پروژې عملي چارې په منظم او نورمال ډول دوام لري او د پروژې پرمختګ هره ورځ د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري له نږدې څارل کېږي.

یاده پروژه د ښاري پراختیا، معیاري زېربناوو جوړولو او د دیني او عامه خدماتو د پیاوړتیا په موخه پلي کېږي، چې ورسره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر اړتیاوې هوارې شي.

تخنیکي ټیمونه د نقشو، ساختماني معیارونو او انجینري اصولو له مخې د کار کیفیت ارزوي او د تطبیق هر پړاو په دوامداره ډول ثبت او بررسي کوي.

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي کارکوونکي وایي، د پروژې د تطبیق پر مهال د ساختماني موادو کیفیت، تخنیکي معیارونه، د خوندیتوب اصول او د وخت مدیریت هغه مهم موارد دي چې هره ورځ تر نظارت لاندې نیول کېږي، څو چارې د منظور شویو ډیزاینونو مطابق بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت