د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو مخنیو وشو
۱۴۴۷/۰۹/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست مسلکي ټیم د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د څارنې او ارزونې بهیر ترسره کړ.
په دې لړ کې د کوتل سرک او کوچکنۍ سیمې اړوند د تولیدي شرکتونو او فابریکو فعالیتونه له نږدې وڅارل شول. په دغو واحدونو کې د ډبرو د پروسس، درملو او طبي وسایلو، اکسیجن، ګاز او نورو تولیدي فعالیتونو مرکزونه شامل دي چې په یاده ناحیه کې فعالیت کوي.
مسلکي ټیم د ساحې وضعیت، د فابریکو د فعالیت څرنګوالی او اړوند اسناد او پلانونه وڅېړل او ټینګار یې وکړ چې صنعتي فعالیتونه باید د منظور شوو ښاري پلانونو او نافذه قوانینو له مخې، یوازې په هغو ساحو کې ترسره شي چې د صنعتي ښارګوټو لپاره ځانګړې شوې دي. په استوګنیزو او غیرصنعتي سیمو کې د صنعتي فعالیتونو دوام د ښاري نظم، چاپېریال او عامه هوساینې لپاره ستونزې رامنځته کولای شي.
ټاکل شوې ده چې د ارزونې له بشپړېدو وروسته، د ښار جوړونې د قانون او اړوندو مقرراتو له مخې د یادو فابریکو په اړه لازمې پرېکړې ونیول شي، څو د هر ډول ښاري سرغړونې مخه ونیول شي او د قانون حاکمیت تأمین شي.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ښار جوړونې د قوانینو د تطبیق، د غیرقانوني ودانیزو او صنعتي فعالیتونو د کنټرول او د ښاري نظم د ټینګښت مسؤلیت لري. دغه ریاست په دوامداره ډول د بېلابېلو ناحیو څارنه کوي، څو ټول ساختماني او صنعتي فعالیتونه د منظور شوو پلانونو او ټاکل شویو ساحو په چوکاټ کې تنظیم او مدیریت شي.
