د پکتیا ولایت په رباط کډوالو ښارګوټي کې د راستنو شوو مهاجرو کورنیو لپاره سل کورونه جوړېږي، چې له چارو یې څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۸
پکتیا

۱۴۴۷/۹/۲۰

د پکتیا د کور او ښار جوړولو محترم نوي ګمارل شوي رئیس د (دارالقرار) پنډغالي له ودانیزو چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس قاري فضل الرحمن منصور، د خپل ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم سره په ګډه د پکتیا ولایت د رباط کډوالو ښارګوټي اړوند د دارالقرار پنډغالي له ودانیزو چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

د یادې لیدنې په مهال د پروژې ترسره شوې ودانیزې چارې له نږدې وکتل شوې او د کار د کیفیت او تخنیکي معیارونو ارزونه هم وشوه.

د پکتیا ولایت د رباط کډوالو ښارګوټي کې د قطر هېواد په مالي ملاتړ د «دارالقرار پنډغالي» تر نوم لاندې د کډوالو لپاره سل (۱۰۰) استوګنیز کورونه جوړېږي.

د اقلیمي شرایطو او د ژمي د سختې هوا له امله د یادې پروژې ساختماني چارې د لنډ مهال لپاره ځنډېدلې وې، خو ټاکل شوې ده چې د هوا له ښه کېدو سره سم به په نږدې راتلونکې کې د پروژې چارې بېرته پیل شي.

د یادې پروژې له بشپړېدو سره به ګڼ شمېر راستنې شوې مهاجرې کورنۍ د سرپناه له اسانتیاوو څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۴
Background image

د لوګر ولایت محمد اغې صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان تائید او د تطبیق لپاره وسپارل شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت د محمد اغې د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان چمتو او تر هر اړخیزو ارزونو وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت اړوند د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه چاره د کور او ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت