د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې په سیمه کې د طلایي ښارګوټي څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې په کې د ښارګوټي بېلابېلې برخې د تخنیکي ټیمونو له لوري په هر اړخیز ډول وڅارل شوې.
په دې نظارت کې د سایټ پلان، استوګنیزو او سوداګریزو برخو، عامالمنفعه تأسیساتو، د سرکونو شبکې، د کانالیزاسیون سیستم، د ښارګوټي حریم او محدوده، همدارنګه د برېښنا او فایبر نوري شبکو وضعیت د منظور شوو پلانونو سره سم وڅېړل شو.
د څارنې په جریان کې یو شمېر ښاري سرغړونې هم تثبیت شوې، چې له ډلې یې د واحدونو غیرمجاز زیاتوالی، د سرکونو په مسیر کې د خپل سرو دوکانونو اعمار او د عامالمنفعه ساحو د کارونې بدلون شامل دي.
د یادې څارنې اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی بلل شوی دی.
