د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۱۰/۲۹
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.
ددغې تخنیکي سروې موخه د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب لپاره د ساحې تخنیکي سروې او د اړینو معلوماتو راټولول دي.
د سروې د چارو له پیل مخکې، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ولسوالۍ له محلي مسؤلینو، اړوندو ادارو او قومي مشرانو سره همغږي وکړه، څو د سروې بهیر په منظم او خوندي ډول ترسره شي او تخنیکي وسایلو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
وروسته د تخنیکي ټیم له لوري د توتل سټېشن او نورو سروې يي وسایلو په کارولو سره د ساحې د دقیقو اندازه ګیري او معلوماتو راټولولو عملي بهیر پیل شو، تر څو د همدې معلوماتو پر بنسټ یو معیاري او اصلاح شوی ښاري پلان ترتیب او طرحه شي.
د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شوو ښاري پلانونو ترتیب د منظم ښاري پراختیا، د ځمکو د اغېزمنې کارونې او د ښاري خدمتونو د ښه تنظیم لپاره مهم ګام بلل کېږي.
