د ښاري سرغړونو د مخنیوي پر لارو چارو بحث وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۹:۵۹
picture

1444/09/07

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت د یو شمیر رئیسانو په شتون کې د کابل محترمې ښاروالۍ له مسؤلینو سره د ښاري سرغړونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړل.

په ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت استازو او د کابل ښاروالۍ استازو یو له بل سره د یوې منظمې مقررې پر جوړولو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې د چارو د تفکیک او لا غوره والي په موخه دې په ځینو مواردو بحث وشي او د اړوندو ادارو ترمنځ دې په ځینو چارو کې لا همغږي او همکاري زیاته شي.

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر وویل؛ ښاري سرغړونو ته رسیدنه او په ځینو برخو کې د مسؤلیت پیژندنې ته اړتیا ده چې د حقوقي او تخنیکي پلوه پرې نظرونه شریک شي او یوې ښې پایلې ته ورسیږي.

د ناستې په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل محترمې ښاروالۍ له متخصصینو دې یوه ګډه کاري کمېټه جوړه شي او په اړوندو ښاري موضوعاتو دې د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په موخه بحث وشي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت