د ښاري زیربناوو د خوندي او پراختیا په موخه؛ د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناسته وکړه
۱۴۴۷/۸/۳
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم د ویزې کمېسیون خپله ناسته ترسره کړه.
دغه ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ترسره شو، چې په کې د اطلاعات او فرهنګ محترم وزارت، د کرنې او مالدارۍ محترم وزارت، د کابل محترمې ښاروالۍ، د برېښنا محترم شرکت، د اوبو رسولو او فاضلاب محترم امارتي شرکت مشرانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه.
دغه ناسته د منظمې ښاري پراختیا، زیربناء جوړولو او پرمختګ برخه کې د ټولو اړوندو ادارو ترمنځ د بشپړې همکارۍ او همغږۍ په پار رامنځته شوه.
د کور او ښار جوړولو وازرت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، پلانونه د اوږد مهال لپاره جوړېږي او لازمه ده چې په تړاو یې د ټولو ذیدخله ادارو ترمنځ بشپړه همغږي او همکاري شتون ولري، ترڅو ټولې ادارې خپل خدمات په ښه توګه ترسره کړي.
ښاغلي وزیر وویل، اوسمهال په کابل او ان په ټول هېواد کې د مسکن د کمښت سره مخامخ یوو، چې ډېر کله د سړکونو جوړولو په مهال نور جوړ کورونه هم ورانېږي او دغه ستونزه لاپسې زیاتېږي.
نوموړي زیاته کړه، وزارت یې د پلانونو د تطبیق له هرې برخې څارنه کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې د پلان خلاف کړنې ترسره کړي.
محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خپلو خبرو په دوام وویل، وزارت یې غواړي له ځمکو څخه معیاري ګټه پورته شي او سالم مدیریت شي.
په ناسته کې، ټولو اړخونو ومنله چې باید د پلان جوړولو په مهال د زیربنایي چارو خوندیتوب، د برق شبکات، مخابراتو شبکات، د اوبو رسولو سیستم او فاضلاب او نورې برخې په پام کې ونیول شي، هغه څه چې د کور او ښار جوړولو وزارت ورته بشپړ ژمن دی.
