د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د انګلستان سفیر مرستیالې سره ولېدل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۹:۱۱
کابل

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي په کابل کې د انګلستان سفارت انکشافي برخې مرستیالې اغلې لیزلي مکګیفن سره په کتنه کې په دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو بحث او خبرې وکړې.

د دې کتنې په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د انکشافي پروژو تطبیق کې د انګلستان هېواد له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لویو ملي پروژو په ځانګړي ډول د نوي کابل ښار جوړېدو په برخه کې د انګلستان هېواد تخنیکي همکاري به خورا مهمه او اغیزناکه تمامه شي.

محترم محمود کرزي د منظمو او معیاري ښارونو په وده کې د انګلستان هېواد تجربه بې‌سارې وبلله او د انګلستان سفارت انکشافي برخې مرستیالې اغلې لیزلي مکګیفن څخه یې وغوښتل چې د انجنیرانو په مسلکي روزولو او همداراز تخنیکي برخه کې دې له دې وزارت سره مرسته وکړي.

ورپسې په کابل کې د انګلستان سفارت انکشافي برخې مرستیالې اغلې لیزلي مکګیفن د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سره په دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو د ټینګار تر څنګ وویل، هېواد یې په بېلابېلو تخنیکي برخو کې هراز همکارۍ ته چمتو دی او په اړونده برخو کې به خپلې تجربې هم له یاد وزارت سره شریکې کړي.

په پای کې دواړو خواوو یو ځل په ګډ کار او دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو ټینګار وکړ.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت