د پنجشیر ولایت د بازارک ښاروالۍ د اداري ودانۍ د دوهم پوړ د رغونې چارې وڅارل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۳۹
پروژه ولسوالی بازرک پنجشیر

۱۴۴۷/۰۵/۲۶

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، انجنیر فهیم نورزاد وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بازارک ښاروالۍ د اداري ودانۍ د دوهم پوړ د اعمار له روانو چارو څخه تخنیکي لیدنه او څارنه ترسره کړه.

ښاغلي انجنیر نورزاد وویل، یاده څارنه د بازارک ښاروالۍ د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم پر بنسټ ترسره شوه، چې موخه یې د پروژې د کار کیفیت، د انجینري نقشې د تطبیق او د تخنیکي اصولو رعایت یقیني کول دي.

د نوموړي په خبره، په دې څارنه کې د سیخ‌ بندۍ، پوښښ او سلب‌کاري د چارو معاینه وشوه، او مسؤل انجنیرانو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې څو کارونه د نقشو او تخنیکي اسنادو سره سم پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د امارتي او ملکي ادارو د ودانیزو پروژو د طرحې، ډیزاین، نظارت او مراقبت مسؤلیت لري. دا وزارت او اړوند ولایتي ریاستونه ژمن دي چې ټول ساختماني کارونه د انجینري معیارونو او ښاري اصولو پر بنسټ ترسره شي، څو د دولتي تاسیساتو کیفیت او دوام تضمین شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت