د میدان ښار د ترانسپورټي ترمینل چارې و ارزول شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د میدان ښار د ترانسپورټي ترمینل د دویم فاز د پروژې د ودانیزو چارو د پرمختګ ارزونې په موخه د اړوندو ریاستونو له رئیسانو، آمرینو او مسؤلینو سره ځانګړې غونډه وکړه.
په دې ناسته کې اړوندو مسؤلینو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل، د ترمینل د تطبیقي چارو په اړه یې مفصل معلومات شریک کړل او له موجودو ستونزو، خنډونو او ننګونو په اړه یې مسؤلانه بحث وکړ.
محترم معین صیب د ټولو راپورونو تر اورېدو وروسته د پروژې د چټک تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، څو پاتې تخنیکي او اداري ستونزې ژر تر ژره وڅېړي، حل لارې ورته ولټوي او د پروژې د تطبیق بهیر لا همغږی، منظم او اغېزناک کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه ترمینل به د میدان ښار د ترانسپورټي خدمتونو د معیاري کېدو، ښاري نظم او اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.