د رحمان مېنې د تفصیلي پلان او امکان‌سنجي مطالعاتو په تړاو خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۴
معینیت مسکن

۱۲/۱/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت د وارسي کوونکي محترم انجنیر عبدالحمید آرین په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې موخه ‌یې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د «رحمان مېنه» د استوګنې پروژې د تفصیلي پلان جوړولو او امکان‌ سنجي مطالعاتو په اړه بحث او همغږي وه.

په دې غونډه کې چې د اړوندو ریاستونو رئیسانو او آمرینو ګډون درلود، محترم آرین څرګنده کړه چې د ښار د تفصیلي پلان ځانګړې کمیسیون له خوا د رحمان مېنې د پروژې د پلان تر تصویب هم مهاله، باید د امکان ‌سنجي لازم چمتووالی هم ونیول شي.

هغه ټینګار وکړ چې دا مطالعات باید د ټولنیز وضعیت، چاپېریالي اغېزو، برېښنا، اوبو، او فاضلابو په برخو کې ترسره شي.

محترم آرین دا هم روښانه کړه چې د پروګرامونو د انسجام ریاست او د مسکن د انکشاف ریاست باید خپل لازم چمتووالی ولري، څو یاد فعالیتونه په ښه توګه سره همغږي او مخته یوسي.

د غونډې په دوام ، د حاضر ریاستونو مسؤلینو د تر سره شوو فعالیتونو او د تفصیلي پلان د ترتیب په ګډون، د نورو اړوندو مسایلو په اړه خپلې نظریې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د یادولو ده، چې د مسکن د وجهي صندوق آمر هم په دې ناسته کې ګډون کړی و، او د یادې پروژې د ملکیتي اسنادو د برابرولو اړوند‌ یې خپل نظرونه وړاندې کړل او له اړوندو ریاستونو څخه ‌یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۴
Background image

په خوست کې د روغتیایي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي امان الله اسد وایي، د دې ریاست دتخنیکي ټيم لخوا د عامې روغتیا اړوند د یو روغتیایي کلینیک چارې و څارل شوې.

ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د میدان ښار د ترانسپورټي ترمینل چارې و ارزول شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د میدان ښار د ترانسپورټي ترمینل د دویم فاز د پروژې د ودانیزو چارو د پرمختګ ارزونې په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۴
Background image

د رحمان مېنې د تفصیلي پلان او امکان‌سنجي مطالعاتو په تړاو خبرې وشوې

۱۲/۱/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت د وارسي کوونکي محترم انجنیر عبدالحمید آرین په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې موخه ‌یې د کابل ښار د اتمې. . .

BACK TO NEWS