د مسکن جوړولو برخه کې د بهرنۍ پانګې د جلب او جذب په موخه له چینایي پانګوالو سره ناسته وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۷
معینیت مسکن

۱۴۴۶/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز ، په افغانستان کې د مسکن برخې د کمښت ستونزې حل لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

ښاغلي محمد اسماعیل فائز په همدې موخه له چنایي پانګوالو سره وکتل او په افغانستان کې د مسکن برخه کې د پانګونې په چارو او ګټو یې خبرې وکړې.

تر مقدماتي خبرو وروسته تصمیم ونیول شو، چې پانګوال به ځینې سیمې له نږدې وګوري او د راتلونکو اقداماتو لپاره به تابیا ونیسي.

نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه، تر څو پانګوال د پام وړ ساحو ته ورولي، چې له نږدې یې وګوري.

د همدغه هدایت پر اساس د دې وزارت د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو لخوا چینایي پانګوالو ته په کابل کې هغه سیمې وښودل شوې، چې د مسکن جوړولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پانګونې د جلب او جذب ریاست محترم چارسمبالی ارشاد عمر وایي، د پام وړ سیمې چینایي پانګوالو ته د ماسټر پلان مطابق تشریح شوې او دغه راز یې له پانګوالو سره کانسپټ نوټونه او زونینګ پلانونه شریک کړي دي.

نوموړي وویل، کابل کې یې ځینې هغه ساحې پانګوالو ته ور په ګوته کړې چې د مسکن جوړولو او خلکو ته د سرپناه برابرولو لپاره مناسب موقعیت لري او د تخنیکي او اقتصادي ارزونو پر اساس د پانګونې لپاره مناسبې دي.

د معلوماتو له مخې، چینایي پانګوالو ساحې ولیدې، لېوالتیا یې وښوده او په خبره یې د خپلو ارزونو وروسته به د راتلونکو کړنو لپاره لاس په کار شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS