د لوګر ولایت په کډوالو ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۸
لوګر

۱۴۴۸/۱/۲۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري، کډوالو او بېرته راستنېدونکو ته په وېشل شوي ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د یادې پروژې له مخې، درې واړه څاه‌ګانې به د لمریزې برېښنا (سولر) سیستم سره سمبالېږي او د اوبو اخیستونکو د اسانتیا او خونديتوب لپاره به د سیوري کوونکو جوړښتونه هم ولري.

د پروژې د قرارداد له مخې، د دغو درېیو څاه‌ګانو د کېندنې او تجهیز ټولیز لګښت یو میلیون افغانۍ دی، چې د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري تمویلېږي.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د څارنې پر مهال د چارو د کیفیت او تخنیکي معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د ښارګوټي اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره او د څښاک اوبو اړوند ستونزې به تر ډېره هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت