د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د اقتصادي زونونو له وضعیت لیدنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۴:۳۵
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولووزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د برنامو د پراختیا محترم رئیس حاجي محمد مسعود وایي، د لوګر او میدان وردګ ولایتونو د اقتصادي او صنعتي زونونو څخه یې لیدنه وکړه.

ښاغلي محمد مسعود وویل، په دغه سفر او لیدنه کې ورسره د ریاست اړوند نور تخنیکي او مسلکي ملګري هم شامل وو، چې په لوګر ولایت کې یې د صنعتي پارکونو او په میدان وردګ ولایت کې یې د لوژستیک د پارک او د عبدالوکیل د باغ له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي په خبره، په یادو سیمو کې یې د شته امکاناتو او د پانګونې لپاره د فرصتونو د برابرولو په موخه ارزونه وکړه، تر څو پانګوالو ته لا زیات امکانات او فرصتونه برابر کړي.

هغه وایي،  د دې سره به د سیمې اوسیدونکو لپاره هم کاري زمینې او اسانتیاوې برابرې شي او بازارونو ته به د اړتیا وړ توکي په اسانۍ او کم لګښت ورسېږي.

د لېږد رالېږد شبکه، برېښنا، اوبه، اړیکې، د مالیاتو معافیت یا کمښت، سیمه ییز، ملي او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، له پروژو ملاتړ، د سیمې اوسېدونکو لپاره د کار زمینې برابرېدل، نوښت، مسلکیتوب او له مهارتونو ګته پورته کول، هغه څه دي چې د یادو زونونو په اسانتیاوو او امتیازاتو کې حسابېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تل په دې هڅه کې دی، چې څنګه کېدای شي د هېواد په کچه معیاري اقتصادي او صنعتي زونونو رامنځته شي او د یو پر ځان بسیا افغانستان لپاره زمینه برابره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS