د صدور مجوز او له ودانیزو تخلفاتو مخینوي د مقررې پر طرحه خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۲۷
انځور

۱۴۴۵/۲/۲۴

د کوراو ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د کابل ښاروالۍ له محترم مرستیال صدرالدین تاجک، د دغې ښاروالۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت له یو شمیر ريسانو سره په ګډه ناسته کې د صدور مجوز او د ودانیزو تخلفاتو د مخنیوي په طرحه خبرې وکړې او نظرونه یې سره تبادله کړل.

په دغه ګډه ناسته کې، د ودانیزو تخلفاتو د مخنیوي، د سندونو ورکولو، ساختمان ګټې ته سپارلو، او دغه راز تر اوسه د شوو تخلفاتو د حل او بررسۍ خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وویل، د ودانیو او ښاري تخلفاتو مخنیوی د دې وزارت او ښاروالیو دنده ده، چې باید رسیدنه ورته وشي.

نوموړي وویل، د دې کار د څیړنې لپاره لازمه ده، چې ودانیز او ښاري تخلفات تعریف شي، تر څو د هر ډول ودانیز او ښاري تخلفاتو مخه ونیول شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت