د تخنیکي کارکوونکو لپاره د ډرون کمرې کارول او سروې روزنیز پروګرام پیل شو
۱۴۴۷/۰۶/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي کارکوونکو ظرفیتونو د لوړولو او د نوې ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د همغږۍ په موخه، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو آمریت په همکارۍ د سروې او جي ای ایس ریاست سره یو میاشتنی روزنیز پروګرام د د ډرون کمرې فوتو ګرافي په نوم پیل کړ.
دغه روزنیز پروګرام د وزارت د بېلابېلو ریاستونو د شاوخوا درېیو کسانو په ګډون د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت په کنفرانسونو تالار کې پیل شو.
د پروګرام مسؤلین وايي، چې دغه روزنه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیرالحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، په لارښوونه او د کارکوونکو د تخنیکي پوهې د لوړولو، د نوې ټکنالوژۍ د اغیزمنې استفادې او د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په هدف پیل شوې ده.
مسؤلینو زیاته کړه چې ګډونوال به په نظري او عملي ډول د سویلي کوریا د جوړ شوي Remo-M ډرون کمرې د کارولو اصول او طریقې زده کړي، ترڅو په توپوګرافي سروې او دقیقو مکاني معلوماتو کې ماهر شي.
همدارنګه د روزنې مسؤلین وايي، چې دغه روزنه به د زیربنایي او پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې دقت، سرعت او کیفیت لوړ کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په دې ډول روزنیزو پروګرامونو سره غواړي، د خپلو خدماتو د ښه والي، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو او د معیارونو د تطبیق لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي.
