د اماراتو په استوګنیز ښارګوټي کې د جامع جومات د جوړولو چارې د تخنیکي ټیم له لوري وڅارل شوې
۱۴۴۸/۶/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې په سیمه کې د اماراتو په استوګنیز ښارګوټي (شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان ښارګوټي) کې د جامع جومات د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د دویم پوړ د چت قالب تړلو او د لومړي پوړ خشتکارۍ چارې د قرارداد او تخنیکي مشخصاتو مطابق روانې دي.
یاده پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت په مالکیت او د پروګرامونو د همغږۍ ریاست تر مدیریت لاندې پلې کېږي.
