د ارزګان ولایت د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۷
ارزګان

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د معدن ریاست د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د ودانۍ سلب قالب ‌بندي، سیخ ‌بندي او کانکریټ اچونه بشپړه شوې، او د ودانۍ دننه د خونو دروازې او د ترازو نصب چارې هم ترسره شوې دي.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وایي، تخنیکي ټیم د ترسره شویو کارونو کیفیت، د موادو معیار او د ساحې تخنیکي وضعیت ارزولی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ودانیزې چارې په دقیق ډول او د معیارونو سره سم پرمخ وړل کیږي.

د ترازو ودانۍ د معدن ریاست لپاره د یوې مهمې ودانۍ په توګه پلان شوې چې د کارونو د سم تطبیق او کیفیت څارنه یې د کور او ښار جوړولو ریاست لومړیتوب دی. د څارنې له لارې ډاډ ترلاسه کیږي چې ودانیز کارونه د معیارونو سره سم ترسره شي او د ټولنې لپاره باوري او دوامداره جوړښتونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت