بهرنیو پانګوالو د پانګونې په موخه له کور او ښار جوړولو وزارت څخه د ځمکې غوښتنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۱:۳۶
pic

۱۴۴۴/۰۷/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل دفتر کې د ترکیې هېواد د پانګوالو له ډلې د (۷۷) ساختماني شرکت له استازو سره وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

د ترکي پانګوالو له ډلې ښاغلي براق انسال چې د (۷۷) ساختماني شرکت مرستیال دی د کابل دهسبز سیمې د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي په شمالي برخه کې په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې پانګونه کړې، چې اوسمهال د لا زیاتې پانګونې په موخه د اضافي ځمکې د ورکړې غوښتنه کوي.

په دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني راغلو پانګوالو ته د امکان تر بریده د هغوی د ستونزو د حل خبره وکړه او زیاته یې کړه، چې دمګړۍ په سلګونه کورني (افغان) پانګوالو غوښتنه کړې، چې د تولیدي فابریکو جوړولو په موخه دې ورته ځمکه ځانګړې شي.

محترم وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي، په پام کې لري او هڅې یې روانې کړي، چې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په مناسبو شرایطو د پانګونې په موخه ځمکه ورکړي.

بهرني او کورني پانګوال چې غوښتنلیکونه یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته سپارلي، هوډ لري افغانستان کې پانګونه وکړي او بېلا بېل د اړتیا وړ توکي تولید کړي.

محترم شیخ حمدالله نعماني، ټولو پانګوالو ته ډاډ ورکوي، چې د شته ستونزو په حل کې به یې کوټلي ګامونه پورته کړي او داسې مناسبه فضاء او زمینه به ورته برابره کړي، چې په افغانستان کې به له پانګونې خوند واخلي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي ټيم د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت