بلخ ولایت کي د ښارې تخلفاتو مخنیوي په موخه له بېلا بېلو ساحو لیدنه وشوه

۱۴۴۶/۰۹/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې بلخ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عین الدین حامد په لارښوونه او همکارۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې د مزار شریف ښار له (۱۲) برخو څارنه وکړه او ځینې سرغړونې یې په نښه کړي دي.
نوموړی وایي، د ښاري سرغړونو مرتکبینو ته د پلان تطبیق په اړه لارښوونه وشوه، روانې چارې یې وځنډول شوې او موضوع رسماً د مزار ښاروالۍ له محترم ریاست سره شریکه شوه.
دغه راز، د شته سرغوړونو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته هم راپور استول شوی دی.
د یادولو وړ دی چې، د مزار شریف ښار د ۱۳۵۲ کال ماسټر پلان له مخې په ۲۳ برخو وېشل شوی چې، یو شمېر برخې يې تفصیلي پلانونه لري او ځینې نور یې نه لري.