په بغلان کې د امیر المؤمنین حفظه الله په هدایت د مسافرو لپاره جامع مسجد پرانیستل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۲
بغلان

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د اسلامي امارت د امیر المؤمنین حفظه الله په هدایت، د شمال پر عمومي لویه لاره، د بغلان ولایت د کیله‌ ګۍ په سیمه کې د مسافرو لپاره یو نوی جامع مسجد پرانیستل شو.

د بغلان ولایت د کور او ښار حوړولو ریاست محترم رئیس مولوي سید امیر سراجي وایي، د ټولګټو محترم ریاست، کرنې او مالدارۍ محترم ریاست، د حج او اوقافو محترم ریاست، امنې قوماندانۍ او د نورو اړوندو ادارو د محترم استازو په شتون کې یې د یاد مسجد شریف پرانسته وکړه.

ښاغلي مولوي سراجي وویل، یاد مسجد شریف د نارینه‌ وو او ښځو لپاره جلا تشنابونه، د موټرو تم ځای او د تفریحې پارک لري، څو مسافر پکې د ارامتیا، عبادت او استراحت فرصت ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت