بامیان ولایت کې د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۶/۱۲/۴
بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امانالله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ کړی دی.
ښاغلی انجنیر امان وایي، د یوه یوداګریز مارکېټ انجنیري پلان او ساختماني ډیزاین چې د دشت عیسی خان د تفصیلي پلان د لومړۍ برخې اړوند دی، د ۱۵ باب عامه تشنابونو ډیزاین، او په مرکز، شیبر او سیغان ولسوالیو کې د ۲۳ بابو محلي ټولګیو ترمیم.
نوموړی وایي، دغه راز یې د څلورو هټیو ډیزاین چې د حج او اوقافو ریاست د شریف جومات مخې ته جوړېږي، بشپړ کړی دی.
محترم رئیس زیاته کړه، د نورو څو نقشو کار هم دوام لري، چې په کې د غلغله سربازار سیمه کې د یوه محلي رستورانت پلان، د نوي پوهنتون کمپ ساحې د احاطې دروازې ډیزاین، او د دشت عیسیخان د مارکېټونو د فاضلاب سیستم د تصفیې مرکز ډیزاین شامل دي، چې ډېر ژر به بشپړ شي.
د ده په وینا، د کهمرد ولسوالۍ لپاره د تېلو د یوه ټانک د بنسټ سکېچ هم بشپړ شو.
د کور اوښ ار جوړولو وزارت د امارتي ادارو په غوښتنه، ساختماني نقشې د معیار سره سمې طرحه کوي او د تطبیق لپاره یې بېرته ورته سپاري.