بادغیس کې له ۲۰ زره جریبو ډېر څړځایونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۶:۱۱
بادغیس

 ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو د سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په لړ کې، د باغیس ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې په ۴ قعطو کې ۲۲۰۲۸ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو د سروې او ثبت له پیل را په دې خوا تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جریبه د څړځایونو خاصه او عامه ځمکه سروې او په عامه او دولتي ځمکو بانک کې یې ثبت کړې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو د سروې، تثبیت، نښه کولو، تثبیت او ثبت پروژې د تطبیق په مرسته له عامه او خاص څړځایونو څخه د ګټورې استفادې تر څنګ په هېواد کې اقتصادي او مالدارۍ ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت