الحاج ملا عبدالرحمن رحماني د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو برخې سرپرست وټاکل شو

it_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۱۴:۱۶
d

محترم ملا عبدالرحمن رحماني په خپل کار پیل وکړ او د یادې برخې له نورو همکارانو سره یې د پېزندګلوۍ ناسته هم وشوه.

ښاغلي رحماني یادونه وکړه چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په سمه توګه پر مخ بیایي او د لا زیات پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره به نه ستړې کېدونکي ګامونه پورته کوي.

نوموي د  ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو برخې له نورو کارکوونکو هم وغوښتل چې د خپل هېواد او نظام لپاره کار وکړي او هڅې لا ګړندۍ کړي.

الحاج ملا عبدالرحمن رحماني د اراضۍ برخې له کاري شعبو لیدنه وکړه او د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې یادونه وکړه چې د ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني سره به د ستونزو د حل برخه کې خپل نظریات شریک کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS