د کابل په غير پلاني سیمو کې له ۴۷۰ زرو ډير کورونه ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۰:۳۵
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د سروې او ثبت برنامې د تطبيق په لړ کې په کابل کې ۴۷۸۷۴۴ کورونه سروې او ثبت کړل.

 له دې ډلې د کابل په لومړۍ ناحيه کې ۹۶۵۳، په دويمه ناحيه کې ۶۶۲۳، په دريمه ناحيه کې ۱۱۵۰۲، په څلورمه ناحيه کې ۱۷۱۵۰، په پنځمه ناحيه کې ۳۹۶۹۲، په شپږمه ناحيه کې ۳۹۴۴۹، په اوومه ناحيه کې ۳۶۸۰۰، په اتمه ناحيه کې ۳۶۰۴۷، په نهمه ناحيه کې ۲۲۴۹۴، په لسمه ناحيه کې ۲۱۲۲۹، په يوولسمه ناحيه کې ۳۱۴۶۳، په دولسمه ناحيه کې ۲۲۸۱۰ کورنه ثبت شوي.

همداراز، په ديارلسمه ناحيه کې ۴۷۲۵۲، په څوارلسمه ناحيه کې ۱۰۲۶۱، په پنځلسمه ناحيه کې ۲۶۶۵۰، په شپاړلسمه ناحيه کې ۳۰۶۷۳، په اوولسمه ناحيه کې ۴۶۷۷۲، په اتلسمه ناحيه کې ۳۷۹۷، په نولسمه ناحيه کې ۳۶۵۱، په شلمه ناحيه کې ۳۲۲۷، په يوويشتمه ناحيه کې ۲۹۸۷، په دوه‌ويشتمه ناحيه کې ۴۷۹۰ او په ميربچه‌کوټ ولسوالۍ کې ۳۷۷۲ کورونه سروې او ثبت شوي دي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ښار کې د سړک د غاړې د ویالو د جوړیدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو  ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د غاړې د ویالو د جوړولو چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي شیلټر پروژې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال ووایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغل. . .

BACK TO NEWS