په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي شیلټر پروژې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۴/۴
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال ووایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي استقلال وویل، تخنیکي ټیم د ساختماني موادو کیفیت او د کار د ترسره کولو طریقه وڅارله. د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د یو شمېر شیلټرونو مواد د ټاکل شوو معیارونو سره سم نه وو؛ د کیفیت د ټیټوالي له امله هغه شیلټرونه ونړول شول او د اړوندو لارښوونو په رعایت سره یې د بیا جوړولو چارې پیل شوې.
د نوموړي په خبره، د پروژې عمومي پرمختګ وڅارل شو او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښونه وشوه، چې د تصویب شوې نقشې مطابق د تخنیکي ټیم د دوامداره څارنې لاندې کارونه بشپړ کړي.
د فراه ولایت مهاجرینو ښارګوټی د بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو لپاره د خوندي او دوامدار سرپناه برابرولو یوه مهمه پروژه ده. د یادې پروژې بشپړیدل به د سیمې د خلکو د استوګنې ستونزې راکمې کړي او د فراه ولایت د ټولنیز وضعیت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.
