د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۱۵
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي ټيم د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال، د پروژې د هموارولو، لیول برابرولو او پاک کارۍ چارې وارزول شوې او د ترسره کېدونکو فعالیتونو کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له نږدې وڅېړل شول.
همدارنګه، د ساختماني شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه، چې د پروژې ټولې ودانیزې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو د اټکل، تدارکاتي شرطپاڼې او منل شویو انجنیري معیارونو سره سم ترسره کړي.
سربېره پر دې، د پروژې د کیفیت، اغېزمنتیا او چټک پرمختګ په موخه د تخنیکي څارونکو انجنیرانو له لوري اړینې سپارښتنې او مسلکي نظریات هم وړاندې شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین، د انجنیرۍ معیارونو د پلي کېدو او د عامه خدمتونو د زیربناوو د معیاري بشپړېدو په موخه د خپلو تخنیکي څارنو بهیر په دوامداره توګه تعقیبوي.
