د هلمند په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو کانال له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۱۵
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د محترمې ښاروالۍ اړوند یو کانال پروژې د کانکرېټ اچولو له بهیر څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ او د یاد ولایت د محترمې ښاروالۍ په رسمي غوښتنه ترسره شوه.
د څارنې بهیر د ښاروالۍ ریاست د ودانۍ دواړو غاړو ته د کانال د جوړولو د پروژې د تطبیق له بهیر څخه په تخنیکي او مسلکي ډول ترسره شو.
د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په پروژه کې د کانال په سویلي برخه کې د کیندنې او کلکولو چارې روانې وې، چې د کانال دېوالونه او سلب د تخنیکي نقشو مطابق د تطبیق په حال کې وو.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم اړوند قراردادي شرکت ته هدایت ورکړ، ترڅو د کانکرېټ اچولو په مهال د جغل (نسبتاً غټو دانو) سلنه زیاته کړي، چې د کانکرېټ مقاومت او سختوالی په معیاري ډول تأمین شي.
دغه راز، ټینګار وشو چې د کانکرېټ اچولو په مهال دې له وایبراتور څخه په سمه او اصولي بڼه ګټه پورته شي او د کانال د شیب تنظیم دې داسې وشي چې د اوبو جریان په منظم او معیاري ډول هدایت شي.
تمه ده چې د یادې پروژې چارې به د منظور شوو اسنادو او تخنیکي معیارونو مطابق، په لوړ کیفیت ترسره شي.
