د بغلان دوشي ولسوالۍ دهن مورچل غوري سیمې لپاره هم تفصیلي پلان جوړ او منظور شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۶
بغلان

۱۴۴۷/۹/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند دهن مورچل غوري سیمې لپاره جوړ شوی تفصیلي ښاري پلان منظور او لاسلیک کړ.

دغه پلان د یاد وزارت د تفصیلي پلانونو د محترم ریاست له لوري جوړ او عملاً تائید شو، چې اړوندې ادارې ته به د تطبیق په موخه وسپارل شي.

د دوشي ولسوالۍ اړوند د دهن موروچل غوري ساحې لپاره تفصیلي ښاري پلان به په ۵۴۳.۵۴ جریبه ځمکه کې عملي شي.

دغه پراخ تفصیلي پلان د منظمې استوګنې، سوداګریزو فعالیتونو او عامه خدمتونو د ښه تنظیم په موخه طرحه شوی دی.

په پلان کې د استوګنیزو نمراتو منظم وېش، سوداګریز مارکېټونه، شنې ساحې، پارکونه، ښوونیز او روغتیایي مرکزونه، جوماتونه، اداري تاسیسات او پراخ سړکونه شامل دي.

د تخنیکي برخې له مخې، د سړکونو شبکه به د عصري معیارونو پر بنسټ جوړه شي چې د ترافیکي اسانتیا تر څنګ به د باران اوبو د ایستلو منظم سیستم هم ولري.

د دې ستر پلان عملي کېدل به د سیمې غیرمنظمې ودانیزې چارې منظمې کړي، د ځمکو ارزښت به لوړ کړي او سلګونو کسانو ته به د کار کولو زمینه برابره کړي.

تمه ده چې د دهن موروچل غوري ساحې دا پراخ تفصیلي پلان به د دوشي ولسوالۍ د ښاري پراختیا لپاره یو مهم بنسټ وګرځي او په ټوله کې به د بغلان ولایت د متوازن پرمختګ په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د پنځه ‌سوه فامیلي څلورلارې څخه تر شتل سړک پورې د شنې ساحې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په شنه ساحه کې له پنځه‌ سوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۸
Background image

په اقچه ولسوالۍ کې د نوراباد ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د اقچه ولسوالۍ د نوراباد ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت