د «الشیخ» ښارګوټي د نمرو د وېش په اړه راپور وړاندې شو؛ پر شفافیت او هر اړخیزې ارزونې یې ټینګار وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۴
الشیخ

۱۴۴۷/۹/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ او د ټاکل شوې کمېټې د غړو په حضور کې، د نوي کابل ښار اړوند د «الشیخ» ښارګوټي د نمرو د وېش په اړه ځانګړې غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کمېټې غړو د نمرو د وېش د بهیر په تړاو خپل راپور په لیکلي او شفاهي بڼه وړاندې کړ او د بېلابېلو پړاوونو اړوند معلومات یې شریک کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح د راپور تر اورېدو وروسته زیاته کړه، په ځینو برخو کې لا هم اړتیا ده چې وضاحت ورکړل شي، چې په خبره یې لا هم د نمرو د وېش په بهیر کې ځینې ستونزې موجودې دي.

نوموړي وویل، د پخوا وېشل شوو ځینو نمرو په اړه بشپړ او روښانه معلومات نه دي وړاندې شوي، چې باید په څرګند ډول تشریح او تثبیت شي او په تړاو یې غوڅ دریځ ونیول شي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال ټینګار وکړ، چې د نمرو د هر پړاو او فاز وېش باید له ټولو جزیاتو، دقیق تحلیل او هر اړخیزې ارزونې سره په واضح او روښانه ډول ترتیب شي، څو په راتلونکي کې بشپړه شفافیت تضمین او هر ډول ابهام له منځه ولاړ شي.

محترم مولوي محمد رباني ناصح له لوري، یو ځل بیا پر شفافیت او د موضوع پر وروستي کولو ټینګار وشو او د کمېټې غړو ته دنده وسپارل شوه، چې د وېش ټول ډولونه په مشخص ډول تفکیک او وڅېړي.

دغه راز، لارښوونه وشوه چې که د نمرو وېش له هوکړه لیک خلاف ترسره شوی وي، نو اړوند جزیات دې په دقیقه توګه مستند او ترتیب شي، څو په راتلونکي کې لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت