هلمند ولایت کې د ودانیو له ساختماني چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۸:۵۱
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۰

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي سید نیک محمد وایي، په دغه ولایت کې یې د ودانیو له ساختماني چارو څارنه پیل کړې ده.

ښاغلی مولوي سید نیک محمد وایي، اوسمهال یې په یاد ولایت کې د کتلوي معافیت له یوې دوه پوړیزه ودانۍ څارنه وکړه، چې د ساختمان مالي لګښت یې د یونیسف ادارې له لوري ورکول کېږي.

نوموړی وایي، د کور او ښار جوړولو ریاست تخنيکي ټیم د یادی پروژې چارې له نږدې وڅارلې چې په وینا یې دمګړۍ یې د لومړي پوړ چت Curing او د دوهم پوړ د دېوالونو  د خښتو لګولو چارې پیل دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ساختماني پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو په ودانیزو چارو کې معیار او کیفیت خوندي وي او چارې د پلان خلاف مخکې لاړې نه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د سرپناه پر لور ثابت ګامونه؛ د مهاجرینو ښارګوټو کې پرمختیایي چارې روانې دي

۲۹/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د بېرته راستنېدونکو مهاجرو اړمنو کورنیو لپاره د ډیزاین شوو ښارګوټو له جملې په ۱۵ هغوی کې یې د سړکونو د هوارولو او د جغل اچونې چارې روانې دي.

د کور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت