د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه
۱۴۴۷/۶/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د مدیریت ښه والی او د پراختیایي پروژو د لومړیتوبونو ټاکل وو.
په دې ناسته کې د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، اړوندو رئیسانو او نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو هر یوه د ولایتي پروژو او د باریک آب پروژې په اړه، د کار د پرمختګ کچه، شته ننګونې او ځانګړې شوې بودجې په اړه معلومات وړاندې کړل.
ګډونوالو د هر اړخیزو بحثونو تر څنګ، د پروژو د تطبیق چارو پر چټکتیا او د بودجې د اغېزمن استعمال په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
ورسره ورسره پر مالي روڼتیا، د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او په خپل وخت د پراختیایي پروژو پر تطبیق ټینګار وشو.
محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي لارښوونه وکړه، چې د مالي ریاست، پلان او پالیسۍ ریاست، د پروژو چارو د انسجام ریاست، د ښار جوړولو عمومي ریاست، د نوي کابل ښار ریاست او د اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست له استازو دې یوه کمېټه جوړه شي او د یادو موضوعاتو په تړاو دې خپلې هڅې پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې دغه کمېټه به عایداتي او نورې پروژې ځانګړې کړي او په راتلونکې ناسته کې به د مالي کال د بودجې په اړه هر اړخیز بحث تر سره او وروستۍ پرېکړه وشي.
