د روغتون، ښوونیز مرکز او د دارالایتام پر طرحې خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۲۳
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، د عامي روغتیا وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت، د کابل د محترمې ښاروالۍ او د عزیزي بنسټ د استازو په شتون کې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند رحمان مینه کې د یو ستر روغتون، ښوونیز مرکز او دارالایتام پر جوړې شوې طرحې خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د عزیزي بنسټ لخوا پر جوړې شوې طرحې او د ځمکې پر تثبیت، تفکیک او د ملکیت پر تعدیل د اړوندو ادارو او عزیزي بنسټ استازو خپل نظرونه وړاندې کړل.

د غونډې په دوام د عزیزي بنسټ استازو د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر او د اړونده ادارو له استازو د دې طرحې د نهایي کیدو غوښتنه وکړه، زیاته یې کړه که څومره زر یاده طرحه نهایي شي پروژه به زر ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وویل، د عزیزي بنسټ لخوا د ستر روغتون، د عصري او دیني زده کړو ښوونیز مرکز او دارالایتام جوړیدل یوه ملي پروژه ده، ډاډ یې ور کړ، چې اړونده ادارې به ددې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې پوره همکاري کوي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د عامې روغتیا او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو لخوا به یاده طرحه تائیدیږي، د ځمکې تثبیت او تفکیک به کیږي، که چیرې ځمکه دولتي وي، د تعدیل لپاره به د ا.ا.ا د ریاست الوزرا محترم مقام ته به وړاندې کیږي او همداراز به د عزیزي بنسټ لخوا د اړونده ادارو سره اسناد لاسلیک کیږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS